ایکنا خبری آژانس دالفرات نیوز له قوله راپور راکړ،د عراق رسندویو او ټيلیويژني چینلونو او ټولنیزو چینلونود حضرت امام حسین علیه السلام او د حضرت ابوالفضل العباس علیه السسلام په سپيڅلو حرمیّن او بین الحرمّین کې د میلیونونو حسیني زیارتوالو د میلیوني شتون تصویرونه خپره کړي دي چې د میلیونونو حسینی مینه والو مینه او عشق ئې نندارې ته وړانې کړی دی .
دغه تصویرونه د پنجشنبې ورځې له ماښام سره اړونده دي اود حسینی اربیعن په درشل کې دمیلیوني مینه والو د شتون ښودنه کوي.
په دې لړ کې دعراق دامنیتي رسندوئي مرکز مشر سردار سعدمعن ووئيل، چې سږکال د حسینی اربعیّن دګډون کونکو زیارتوالو شیمر له ۲۰۰۳ کاله راپه دې خواتردې پورې دحسینی زیارتوالو،لازیات شمیر ښودل شوی دی.
هغه زیاته کړې ده ،دمشترکه عملیاتو قوماندانۍ تائيدوي چې د حسینی اربعّین په دستورو کې هیڅ ډول امنیتی شخړه یا دلارو تړل کیدا یا ټریفګ،چې د ګاډو په تګ راتګ ئې اغیزې شیندلي وي نه ده ثبت شوې .
د پنجشنبې ورځې د ناوخته ولولناکو اوپرتمینو میلیون شتون اودستورو په باب یو انځوریز راپور هم ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.